اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په ژوب كښې د بس په پېښه كښې په قېمتي ځاني زيان خواشيني ښودلې او د ژوبل شويو د سمدستي طبي مرستې هدايت ئې كړے. د اتوار په ورځ د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف ژوب سره نزدې د اسلام آباد نه ژوب ته تلونكي د بس په پېښه خواشيني ښودلې. ده په پېښه كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي كړې او په ځاني زيان ئې خواشيني ښودلې. ده د حق رسېدليو كسانو د بخښنې دعا وكړه او هدايت ئې وكړو چې ژوبل شويو ته دې د معالجې غوره اسانيې وركړې شي.
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا