اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) نوې ټاكلے شوې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په عملي سياست كښې د 29 كالو تجربه لري۔ شاهد خاقان عباسي د امريكې جارج واشګټن پوهنتون څخه په الېكټريكل انجينئرنګ كښې د ماسټر سند ترلاسه كړې او هم په دغه مضمون كښې ئې د لاس ا??ېجلس يونيورسټي آف كېليفورنيا څخه ګرېجوېشن كړې۔ خاقان عباسي ابتدائي تعليم كراچۍ او مري نه ترلاسه كړې۔ په 26مه جولائي د سترې محكمې لخوا پخواني وزيراعظم محمد نواز شریف د نااهلۍ پرېكړې نه پس د پاكستان مسلم ليګ (ن) 58 كلن شاهد خاقان عباسي د وزيراعظم چوكۍ لپاره خپل كانديد ونومولو۔ شاهد خاقان عباسي د دې نه وړاندې د نواز شريف په كابينه كښې د پټروليم او قدرتي وسائلو وزير وو۔ د كال 1988 نه پس د خپل پلار خاقان عباسي د مرګ نه پس ھغه په عملي سياست كښې قدم اېښې ٶ۔ د ھغه پلار د پاكستان ايئر فورس ا??ئر كموډور پاتې شوې ٶ او ھغه د ضیاء الحق په كابينه كښې هم شامل وو۔ شاهد خاقان عباسي په كال 1990 كښې دفاعي پارلماني سېكتر ٶ٬ په كال 1993 كښې دفاع لپاره د قائمه كمېټۍ چيئرمېن جوړ شوې ٶ٬ دغسې د كال 1997ء تر 1999 د قامي ايئر لانن پي آئي اے چيئرمېن ٶ۔ ھغه كال 2008 كښې د پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني په كابينه كښې لنډې مودې له د تجارت او دفاعي پېداوار وزير هم پاتې شوې دې۔
نوې ټاكلے شوې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په عملي سياست كښې د 29 كالو تجربه لري
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل