اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير رانا ثناء الله سره د امريكې د بيورو آف انټرنيشل نارکوټکس اينډ لاءانفورسمنټ اسسټنټ سېکرټري ټاډ ډي رابنسن ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او امريكې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول په نورو چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔ دا خبره د داخله وزارت لخوا په جاري بيان كښې شوې ده۔ د خارجه دفتر وياند له مخئ د ملاقات په مهال د پاكستان او امريكې ترمېنځه د سفارتي اړيكو په 75 كالو ترسره كېدو د اطمينان څرګندونه شوې۔ دواړو ډلو د امرېكې او پاكستان ترمېنځه د اړيكو ودې لپاره په پراخه بنياد د خبرو په ضرورت زور رواړے٬ د مني لانډرنګ٬ د نشه اي توكو مخنيوي او د غېر قانوني انساني قاچاق پحقله هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د ملاقات په مهال اسسټنټ سېکرتري ټاډ ډي رابنسن سره په پلاوي كښې د امريكې سفير ډونلډ بلوم او د امريکې سفارت نور چارواكي٬ د داخله وزارت خاص سېكرټري سېف انجم پشمول د اېف آئي اے او خارجه وزارت چارواكي هم موجود وو
داخله وزير رانا ثناء الله سره د امريكې بيورو آف انټرنيشل نارکوټکس اينډ لاءانفورسمنټ اسسټنټ سېکرټري وليدل
مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا