پینډي 12نومبر(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره د افغانستان چارو لپاره د چين خارجه وزارت خاص استازي يو ژياؤ ونګ د جمعې په ورځ په جي اېچ كيو كښې ملاقات كړے۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو٬د افغانستان صورتحال پشمول د سيمه ايزې سلامتيا په صورتحال او د دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو په اقداماتو خبرې وشوې۔د پاك پوح اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې په دې موقع د پاك پوح سرلښكر د سيمه ايز استحكام ترلاسه كولو په لړ كښې د پرامن او خوشحال افغانستان لپاره د هڅو يو كولو د ضرورت پخلے كړے۔خاص مېلمه افغان امن بهير كښې د پاكستان كردار٬بارډر منيجمنټ لپاره خاص هڅې او په سيمه ايز استحكام كښې كردار وستائېلو ۔هغه پاكستان سره په هره كچه په سفارتي مرسته كښې د لا ښه والي لپاره د خپل كردار ادا كولو د عزم څرګندونه هم وكړه
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ