اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د اطلاعات٬خپرونو او قامي ورثه وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئېلي دي د پاكستان او ??ين د ا??تص??دي لارې پروژه به د پرمختګ او څوكالۍ لاره ثابت شي٬ا??تص??دي لار به پھ منطقه كښې د امن او خوشحالۍ لويه ذريعه وي٬پھ دې لار تلونكې قافلې به د نورو هېوادونو فتح كولو لپاره نه بلكې د منطقې خلقو له د تعليم او روغتيا پشمول د ژوند بنيادي ضروريات وركوي٬ د امن دا لويه لاره به منطقه كښې خوشحالي را??لي٬د پاكستان او ??ين ترمينځه اړيكې د دوه هېوادونو نه د يو ارب څخه د زياتو خلقو اړيكې دي٬زمونږ دوستي ټولې منطقې او نړۍ لپاره ګټوره ده۔ده دا خبرې د نهې پھ ورځ پاكستان براډ كاسټنګ كارپورېشن(پي بي سي)كښې د پاكستان او ??ين د سف??رتي اړيكو 65مې سالګرې په موقع د اطلاعات٬خپرونو او د قامي ورثه وزارت تر سيوري لاندې د پاكستان او ??ين آئرن برادرز پھ موضوع سيمينار ته د وېنا كولو پھ مهال وكړې۔وفاقي وزير ووئيل د ا??تص??دي لارې پروژې په نتيجه كښې به خلقو لپاره د روزګار موقعې را??ېدا شي۔د پرمختګ چينې به اوبهيږي او انسانيت ته به ګټه ورسي۔ده ووئيل مونږ خپلو ماشومانو له غوره سباؤن وركوو۔د منطقې څخه به غربت ا و جهالت ختم شي۔ده ووئيل د ??ين او پاكستان اولس ترمينځه به مرسته كېږي٬مونږ به د يو بل زړونه ګټو۔وفاقې وزير ووئيل پاكستان او ??ين كوم هېواد سر?? دښمني نه لري٬بلكې ټولو سر?? امن او دوستي غواړي٬د تېرو 65 كلونو په مهال د كورنيو او بهرنيو بدلونونو سر?? هم د دواړو هېوادونو اړيكو استحكام موندے او دا د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوستۍ او د اولس د هيلو څرګندونه ده۔ده ووئيل په دې سلا يو چې ??ين زمونږ خلوص لرونكے دوست او ستراتېژېكي همكار دے۔ده ووئيل د هېوادونو ترمينځه اړيكې په عمومي توګه د قامي ګټې ترمخه ګڼلې شي او د پاكستان او ??ين ترمينځه اړيكې د نړۍ هېوادونو له د روغې٬ګټې او د اولس په كچ د روابطو يو مثال دے۔ده ووئيل د پاكستان او ??ين اړيكې نه يوازې د دواړو هېوادونو بلكې د يو ارب نه د زياتو خلكو ترمينځه اړيكې دي۔زمونږ ملګرتيا نه يوازې د دواړو هېوادونو اولس لپاره ګټوره ده بلكې د نړۍ او سيمې لپاره هم سودمنده ده چې ورسره په نړۍ كښې امن او څوكالۍ وده ومومې
د اطلاعاتو ٬خپرونو او قامي ورثه وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد د پاكستان او چين سفارتي اړيكو 65مې سالګرې په موقع سېمينار ته وېنا
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات