اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي دې د هېواد پرمختګ پحقله د وزیراعظم د وژن او د مسلم لیګ (ن) د اولس دوسته پاليسو خواږه اولس ته رسېدل پېل شوې دي ۔ د نهې په ورځ اسلام آبا كښې پلاوي سر?? په خبرو كښې ده ووئيل د پاكستان اوسنۍ وضعه د كال 2013 حالاتو نه بېخي بدله ده٬ ترهه ګري كمه شوې چې اعتراف ئې په نړيواله كچه كېږي۔ ده ووئيل په معاشي توګه هېواد ډېر مستحكم شوې او د زرمبادله پانګې لوړې كچې ته رسېدلې٬ ده ووئېل د پاکستان سټاك مارکیټ د منطقې ښه سټاك ماركيټ جوړ شوې او د خزانې وزير ته د سوئيلي آسيا د خزانې غوره وزير اعزاز ترلاسه شوې ۔ ده ووئيل د حكومت د هلو ځلو په سوب به كال 2017 د پاكستان د تاريخ ??وش??اله كال وګرځي۔ ده ووئيل د سي پي?? له مخې د سرمايه كارۍ خواږه به ډېر زر اولس ته رسېدل پېل شي ۔
د وزیراعظم د اولس د خوښۍ پاليسو خواږه اولس ته رسېدل پېل شوي۔ چوهدري برجېس طاهر
مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria