اسلام آباد 16 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهبازشريف وئيلي دي سعودي عرب په هره سخته كښې تل د پاكستان ملګرتيا كړې٬ پاكستان په شريك تجارت او د سرمايه كارۍ په څانګو كښې مرستې ??ه وده وركول غواړي، د سعودي خارجه و??ير په مشرۍ كښې د پلاوي دورې سره د پاك سعودي ستراتېژك او تجارتي شراكتدارۍ نوے دور پېل شو۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د سعودي خارجه و??ير شهزاده فېصل بن فرحان السعود په مشرۍ كښې پلاوي شهباز شريف سره په وزيراعظم هاٶس كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقع د سعودي خارجه و??ير فېصل فرحان السعود د پاكستان او سعودي اړيكې قوي كولو او تجارتي او د سرمايه كارۍ شركتدارۍ ته لا وده وركولو لپاره د سعودي د عزم پخلے وكړو ۔ د سعودي په پلاوي كښې تجارت او سرمايه كارۍ لپاره نائب و??ير انجينئر اب??اه??م بن يوسف المبارك، د ماحوليات ٬ د آبي وسائلو او كر كېلې و??ير انجنيئر عبدالرحمن بن ??بدلامحسن آلفضلي، د صنعت او معدني وسائلو و??ير انجنيئر بندر بن ??ب??اه??م بن ??بدالله آلخريف او د سعودي لوړ پوري او سفارتي اهلكار شامل وو٬ په دې موقع وفاقي وزيران اسحاق ډار، خواجه محمد آصف، سيد محسن رضا نقوي، جام کمال خان، رانا تنوير حسېن، عبدالعليم خان، ډاکټر مصدق ملك، سردار اوېس خان لغاري، د منصوبه بندۍ دوهم چيئرمېن محمد جهانزېب خان، د قامي اسمبلۍ غړې رومينه خورشيد عالم او حكومتي چارواكي هم موجود وو۔ په دې موقع وزيراعظم د پلاوي پاكستان ته د راتګ هركلے وكړو او د سعودي قيادت خادم الحرمين شريفين سلمان بن ??بدالعزيز آل سعود او شهزاده محمد بن ??لمان آل سعود لپاره ئې د نيكو هيلو د هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم د سعودي پلاوې په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ د پراخه استعداد په اړه خبر كړو۔
سعودي عرب په هره سخته كښې د پاكستان ملګرتيا كړې٬ پاكستان شريك تجارت او د سرمايه كارۍ په څانګو كښې مرستې ته وده وركول غواړي۔ وزيراعظم محمد شهبازشريف
مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری