اسلام آباد 04 مارچ (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ د خارجه چارو قائمه كمېټې غونډه به د مارچ په 9مه نېټه د شورو په ورځ د پارلمان په ودانې كښې كېږي. د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د غونډې مشري به د قائمه كمېټې چيئرمېن ملك محمد احسان الله ټوانه كوي. د غونډې په اېجنډا كښې د وزيراعظم د چين او روسيې اوسنې دورې، په اسلام آباد كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو غونډه، د افغانستان څخه د ترهګرې زياتېدونكې پېښې او په سباٶن كښې د پاكستان لخوا د داسې پېښو مخ نيوي لپاره د اقداماتو چارې شاملې دي. په غونډه كښې به د هندي حكومت لخوا اقليتونو سره د امتيازي رويې او په خاص توګه په تعليمي ادارو كښې د مسلمانانو مېرمنو حجاب سره د داخلې د بندېز په معامله هم غور كولې شي
مضمون کا ماخذ : loteria estadual