مېډرډ 11 جنوري (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي د نهې په ورځ په مېډرډ كښې د هسپانوي خپل هم څنګ جوز مينوئل الباري سره ملاقات كړے۔دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او سپين ترمينځه تجارت او اقتصادي مرستې پشمول دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو ته اتفاق كړے۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬تجارتي او د اقتصادي شراكتدارۍ پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔په سپين كښې د پاكستان سفير شجاعت راټهور هم د خارجه وزير سره ؤ ۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئېل د ترهه ګرۍ مخ نيوي او د ملګرو ملتونو اصلاحاتو پشمول په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د دواړو هېوادونو په نكته نظر كښې مماثلت او همغږي خوشبينه ده۔د پاكستان او سپين ترمينځه ګڼ شمېر څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا وده وركولو لپاره د كلن دوه اړخيزه مشاورت(اے بي سي)موجوده مېكانزم لا متحرك او فعاله كولو ضرورت دے۔شاه محمود قرېشي ووئيل د 220 ملين څخه زيات صارفين په سبب پاكستان بهرنۍ سرمايه كارۍ لپاره د ماركيټ درجه لري۔د هسپانوي سرمايه كارو لپاره په پاكستان كښې ټېكسټائل٬هاؤسنګ او تعميرات٬فارماسيوټكل٬د توان تجديد وړ٬كركيلې او لوبو سامان پشمول په بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخا موقعې موجود دي۔شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان د اروپائي ائتلاف په تناظر كښې سپين يو مهم پارټنر ګڼي٬د څلورم لويې معيشت په توګه سپين د اروپائي ائتلاف په پالېسو كښې مهم كردار لري ۔خارجه وزير د جي اېس پي پلس په معامله په اروپائي ائتلاف كښې په پرله پسې ملاتړ د هسپانوي حكومت مننه وكړه۔دغسې د ملاقات په مهال د افغانستان پشمول د سيمه ايز امن په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔خارجه وزير په سپين زور راوړو چې د اروپائي ائتلاف لخوا د افغانستان اولس د الميې څخه ساتلو او سمدستي مرستې وركولو لپاره خپل موثر كردار ادا كړي۔ده ووئيل يو سوله ايز مستحكم او مضبوط افغانستان د منطقې امن او استحكام او پرمختګ لپاره ضرورې دے ۔پاكستان د شريكې احترام٬خپلواكۍ او د برابرۍ په بنياد ټولو ګاونډيانو هېوادونو سره د امن اړيكو له خوښي لري۔خارجه وزير د هسپانوي خپل هم څنګ د هند پالېسيو له امله د منطقې امن ته د رامخې ته شوو خطرو څخه هم خبر كړو او وې وئېل د هندوستان او پاكستان ترمينځه اصل مسئله د جمو كشمير شخړه ده د كومې چې منصفانه حل د سيمه ايز امن او استحكام لپاره ضرورې دے ۔ ده ووئېل مقبوضه جمو كشمير كښې د اګست په 5مه نېټه كال 2019 د هند غېر قانوني او يو اړخيزه اقدام څخه زمونږ د سيمه ايز امن هڅو ته سخت زيان رسېدلے ۔شاه محمود قرېشي ووئيل په سپين كښې مېشته يو لك 25 زره څخه زيات پاكستانيان د دوه اړخيزه اړيكو استحكام كښې مهم كردار ادا كوي
خارجه وزير شاه محمود قرېشي په مېډرډ كښې د هسپانوي خپل هم څنګ جوز مينوئل الباري سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز